د پاکستان سفیر: ممکن داګست تر ۱۳ مې طالب اوامریکایياستازییوې موافقې ته ورسیږي

دپاکستان سفیر: ممکن داګست تر ۱۳ مې طالب اوامریکایياستازییوې موافقې ته ورسیږي

کابل کې دپاکستان سفیر له روانو مذاکراتو خوشبیني ښودلې، اوهیله یې څرګنده کړې چې ډېر ژر به دواړه لوري یوې پایلې ته ورسیږي.

نوموړي دتړون په اړه زیاته کړې چې ممکن د اګسټ میاشتې تر ۱۳مې نیټې پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانه پروسه لاسلیک شي.

زاهد نصرالله خان ویلي، د افغانستان د روانې جګړې د حل او له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د کېنولو په برخه کې دوی هڅه کړې ده او پر دې هڅو یې په وار وار افغان حکومت هم خبر کړی دی.

 هغه دغه راز منلې چې وسلوالو طالبانو سره تریو حده سیاسي روابط لري، خو زیاتوي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت جوړیدل، په افغان ټولنه او حکومت کې د طالبانو ورګډیدل او دغه راز ټولې پرېکړې به په خپله افغانان کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !