عبدالله عبدالله د انتخاباتو کمیسیون کې د اشرف غني نوې ګمارنې سره جدي مخالفت ښودلی

د ثبات او همګرايۍ ټیم مشر او اجراییه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د نورمحمدنور ګمارنه غیرقانوني ګڼلې ده.

نورمحمد نور چې په ۲۰۱۴ز کال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند و، د ولسمشرغني له خوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ارشدمشاور ټاکل شوی دی.

ډاکترعبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ولسمشر غني له خوا د انتخاباتو د کمیسیون ارشدمشاور په توګه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني ویاند نورمحمد نور ګمارنه د دغه کمیسیون په چارو کې صریحه مداخله ده.

د ثبات او همګرايۍ ټیم د جمهوري ریاست څخه غوښتي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په داخلي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د تلې د میاشتې په ۶مه ترسره شي.

په دغه ټاکنو کې د اشرف غني، حنیف اتمر او عبدالله عبدالله په شمول اتلس کسان کاندیدان دي چې د زمري د ۶مې نېټې راهیسې يې کمپاینونه شروع دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر اساس سږکال ۹ نیم میلیونه کسانو د انتخاباتو لپاره نوملیکنه کړې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !