کابل ښار کې درنه چاودنه وشوه

شېبه مخکې د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند ګل سرخ دواخانو سره درنه چاودنه وشوه، چې تر لرې ځايونو يې غږ واورېدل شو او د ګڼ شمېر ودانيو ښيښې يې هم ماتې کړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، نن سهار څه د پاسه نهه بجې د شپږمې حوزې پر نظام قراول کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر چاودنه شوې ده.د رحيمي په وينا په چاودنه کې تر اوسه ۳۴ کسان ټپيان شوي دي.

عیني شاهدان وايي په سيمه کي ډزي هم رواني دي.

چاودنه دومره زوروره وه،چي د کابل ډيري سيمي يې لړزولي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !