د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي

په کابل کې د مرکزي اسیا هېوادونو سفیرانو په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې غوښتونکي او ملاتړي دي او غواړي په دغه هېواد کې د بنسټونو په پراختیا کې خپلې مرستې وکړي. د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سفیرانو ویلي په افغانستان کې د سولې راتګ سیمه ییزې اجماع او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د نظر یووالي ته اړتیا لري چې له نیکه مرغه دوی په دې برخه کې سره یوه خوله دي. دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغان حکومت د سولې له طرحو هم ملاتړ کوي او هڅه کوي خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. د منځنۍ اسیا هېوادونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له سولې سره د همکارۍ ژمنه کړې وه او وایي په افغانستان کې ثبات او امنیت په ټوله سیمه کې د ثبات او امنیت سبب ګرځي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !