کشمیر کې بېړنی حالت؛ خبریالان اندېښمن دي وایي، له هیچا سره هم نه شي غږېدلی

د هند تر واک لاندې کشمیر کې له تېرې اوونۍ راهیسې بېړنی حالت دی، ټلفونونه او انټرنیټ کار نه کوي. خبریالان وایي، دې وضعیت اندېښمن کړي دي او له هیچا سره یې هم تر اوسه خبرې نه دي شوي. د دوی په خبره، یو شمېر سیمه ییز او نړیوال خبریالان هم په هوایي ډګر کې ایسار دي او بهر ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي. په ورته وخت کې د هند لسګونه زره پوځیان په سیمه کې ځای پر ځای شوي څو د ممکنه لاریونونو مخنوی وکړي، خو تر اوسه په دې اړه معلومات نشته چې خلک به څه غبرګون ښیي.

پاکستان تازه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې عمران خان له امریکا او ملګرو ملتونو د منځګړیتوب غوښتنه کړې وه. په همدې حال کې د سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الیس ویلز نن اسلام اباد ته رسېدلې ده.

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید