پاکستان: د کشمیریانو کلک ملاتړ او خپل مسوولیت ادا کولو ته چمتو یو

د هند د حکومت له لوري په هندي کشمیر کې پر تازه اقداماتو پاکستان سخت غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دوی د خپل مسوولیت ادا کولو لپاره تر هر حده مخکې تللی شي. پاکستاني رسنۍ وایي، د جنرال قمر باجوه په مشرۍ د پاکستان پوځي جنرالانو غونډه کړې ده او د هند له لوري یې په یاده سیمه کې وروستي اقدامات غندلي دي. نوموړي یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځ په خپل ټول قوت د کشمیریانو ملاتړ کوي او پاکستان د خپل مسوولیت ادا کولو ته چمتو دی. دا په داسې حال کې ده چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې هغه مادې لغوه کړې دي چې له مخې یې دې سیمه کې مېشتو وګړو ته نیمه ازادي ورکول کېده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !