د بين الأفغاني مذاکراتي پلاوي پر سر اختلافات پيدا شوي

د راپورونو له مخې، طالبانو سره د بين الأفغاني مذاکراتي پنځلس کسيز پلاوي پر سر اختلافات پيدا شوي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويلي و چې طالبانو سره د مذاکراتو لپاره پنځلس کسيز پلاوی ټاکل شوی دی خو د یادو کسانو نومونه يې نه و په ډاګه کړي.

حکومتي مسؤولین وايي، د دغه پنځلس کسيز پلاوي پر سر چې د سياسي احزابو او جريانونو په خوښه انتخاب شوی ځينې افغان سياستوال يې په تړاو ملاحضات لري.

د دوی په وينا، د یاد پلاوي ډیری غړي حکومت ته نږدې کسان او پر ځينو يې امريکا نفوذ لري.

که څه هم د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت په اعلاميه کې د (حکومت او طالبانو مذاکرات) نومونو یادونه کړې خو طالب وياند سهيل شاهين تر دې مخکې ويلي و  چې بين الافغاني مذاکرات به د ټولو سياسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټيم سره وي او حکومت به هم په دغه مذاکراتو کې یو جهت وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !