کاپیسا: د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم ستره ولسي غونډه ترسره کړه

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د خپلو کمپايني هلو ځلو په موخه پکتيا ولايت ته سفر وکړي. خو په غونډه کې د خلکو د عدم ګډون تشويش او أمنيتي تهديدونو له وېرې ياد ولايت ته له سفره منصرف شو.

بل پلو د حزب اسلامي افغانستان درانه امير او د (سولې او اسلامي عدالت) ټاکنيز ټيم نوماند ښاغلي ګلبدين حکمتيار بيا د خپلو کمپايني منډو ترړو په ترڅ کې نن ورځ کاپيسا ته سفر وکړ او هلته يې خپلو زرګونو ملاتړو او پلويانو ته د خپل ټاکنيز ټيم پر نظام جوړوونکو او سوليزو اهدافو تفصيلي وينا وکړه. او له هغوی يې وغوښتل چې دا ځل داسې يو څوک د خپل زعيم په توګه انتخاب کړي، چې نه ستاسې په منځ کې د پرديتوب احساس وکړي او نه هم وېره او ډار يې د دې لامل شي، چې جسماً او روحاً د ارګ په څلورو دېوالونو کې د زنداني په توګه واوسي.
دا ځل داسې يو څوک بايد ستاسې زعيم وي، چې تر ارګ ورته سنګر ډېر آرام بښونکی او ډاډمن وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !