پاکستان د هند سفير د شړلو پرېکړه کړې

د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هند سفير اجې بساريه ته امر کړی، چې له پاکستانه ووځي او همدارنګه يې په نوي ډيلي کې خپل سفیر هم پاکستان ته ورغوښتی دی.  د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي، د هند سفير ته یې له پاکستانه د وتلو امر کړی او په نوي ډيلي کې يې هم خپل سفیر بېرته اسلام اباد ته راغوښتی دی.

پاکستان دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې هند وړمه ورځ په يوه بې سارې پرېکړه کې د اشغال شوي کشمير نيمه خپلواکۍ د لغوه کولو اعلان وکړ.  پاکستان د هند دغه پرېکړه غندلې ده.

د صدر اعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان د ملي امنيت شورا له هند سره د سوداګريزو اړیکو د پرې کولو او ديپلوماتيکو اړيکو محدودولو کولو پرېکړه کړې ده.  د ملي امنيت شورا وايي،  عمران خان پوځ ته د تيارسۍ امر کړی دی.

د پاکستان صدر اعظم تېره ورځ هم د پارلمان غونډې ته ويلي و، د کشمير پر سر له هند خونړۍ جګړه پېښېدی شي.  د پاکستان حکومت وايي، د هند د وروستۍ پرېکړې پر خلاف د غږ پورته کولو لپاره به ملګرو ملتونو ته لاړ شي او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي چين ته د بيړني سفر پرېکړه کړې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !