د بهرنیو چارو وزارت ۲۰۰ ديپلوماتان بهر ته له تګ وروسته بېرته هیواد ته نه دي راستانه شوي

له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټه «مېک» وايي، د بهرنیو چارو وزارت کابو ۴۰۰ ډیپلوماتان په بهرنیو کې هیوادونو کې د شخصي پېژندګلوی او رابطو په اساس ګمارل شوي او ۲۰۰ نور یې بهر ته له تګ وروسته بیا هیواد ته نه دي راستانه شوي.

د مېک کمېټې نن ورځ په کابل کې د یوه څېړنیز راپور د وړاندې کولو په مهال وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت ۸ سلنه مامورین چې په بهرنیو هیوادونو کې د قونسلګریو او یا هم سفارتونو دننه ګمارل شوي؛ لوړې زده کړې نه لري او زیاته برخه یې له دوولسم یا څوارلسم ټولګیو فارغ دي.

راپور زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت د ټولو ۱۱۶۰ کارکوونکو له ډلې ۱۶۴ یې لوړې زده کړې نه لري او بهر ته د لېږل شویو مامورینو له ډلې ۲۰۰ تنه بیرته هیواد ته نه دي راستانه شوي او د خپل ډيپلوماتیکې پېژندنې په مټ یې په بهرنیو هیوادونو کې پناه اخستې.

د مېک ادارې رییس «باري سلام» وايي، په بهرنیو هیوادونو کې د سفارتونو او قونسلګریو دننه د مامورینو د استخدام بهیر د سیاسي نفوذ لاس ته پاتې دی او زیات منفي اغېز یې ورباندې کړی.

د مېک کمېټې یو بل غړی «مجیب» وایي، دا ډېر لومړني مالومات دي چې دوی د وزارت له لوري تر لاسه کړي شاید اصل معلومات تر دې هېښوونکي وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !