ملا برادر ازبکستان ته تللی

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا بردار له یو پلاوي سره ازبکستان ته تللی دی.  د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې یاد هیئت تاشکند ته رسیدلی او د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ایرګاشیف له خوا يې هرکلی شوی دی.

شاهین د دغه سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي چې ملابرادر به د ازبکستان له لوړ پوړو چارواکو سره ملاقات لري.

تر دې وړاندې د طالبانو اتلس کسیز هیئت چې مشري يې ملابرادر کوله اندونیزیا ته تللي وو او له هغې وړاندې طالبانو څو ځله روسیې ته هم دوستانه سفرونه درلودل.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !