معتصم اغاجان: د حامد کرزي وخت کې امریکا د سولې خنډ وه

د وسله والو طالبانو یو مخکینی مشر ملامعتضم آعاجان امریکا له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره د سولې خنډ ګڼي.

هغه، چې د کرزي د حکومت پر وخت د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر او د طالب واکمنۍ د مالیې وزیر و، دا خبرې یې په یوه تازه تلویزوني مرکه کې کړي.

د ده په وینا څو ځله دوی او د كرزي  حکومت د سولې په اړه ځینو هوکړو ته نیږدې شول، خو امریکا یې د هڅو خنډ شوه.

امریکایي چارواکو او خپله حامد کرزي په دې اړه څه نه دي ویلي.

معتصم اغاجان په دغه تلویزوني مرکه کې ویلي، چې له پاکستانه د مغلقو سیاستونو له امله را ووتم او له همدې امله مې د طالبانو له رهبري شورا سره اړیکې پرې او فاصله رامنځته شوه.

سید عبدالواسع معتصم، چې په اغاجان معتصم مشهور دی، شپږ کاله پخوا د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شو.

نوموړی چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ م کلونو کې د طالبانو د سیاسي کمېټې مسوول و، په هغه وخت کې ئې دوه ځلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ورور سره وکتل او دواړو په خپل منځ کې د اعتماد رامنځته کولو کامیابه هڅه وکړه چې تمرکز یې د طالبانو له لوري پر ښوونځیو او دولتي مامورینو د حملو بس کول، په مقابل کې یې د افغانستان حکومت د طالبانو بندیان خوشي کول او له توره لیسته د طالبانو د ایستلو هڅه کوله.

په۲۰۱۰ م کال په اګست کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې په متعتصم آغاجان  وسله وال برید وشو او سخت ټپي شو.  د دې حملې له کبله معتصم په روغتون کې بستر شو او څو میاشتې یې خبرې نه شوای کولی. او د سولې هغه هڅې ورڅخه پاتې شوې چې د سعودي عربستان په مشرۍ پیل شوې وې.

سعودي عربستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د سولې ابتکار پیل کړی و او معتصم د طالبانو د سیاسي کمېټې د ريیس په توګه دوه ځلې دغه هیواد ته سفر کړی و.

له دې وروسته ښاغلي معتصم په ۲۰۱۶ م کال د سپټمبر په ۱۱ مه نېټه له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل چې؛ د طالبانو مشرانو په کوټه کې په خپله غونډه کې موافقه کړې چې د سولې خبرې پیل کړي.

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید