د هیواد سیاست د افواهاتو به غیږ کې۱۶ مه برخه

لیکنه: استاد قریب الرحمن سعید

د طالب چارواکو او امریکایی هیئتو ترمنځ ، ددواړو اړخونو د نمایندګانو د ویناو له مخی ، توافقات خپل اخری پړاو ته رسیدلی. دواړو اړخونو ویلی چي ټول مواد اخری مرحلی کی دی او په نژدی وخت کي به په یوه اروپایی هیواد کي دبین المللی هیئتونو تر مخ لاسلیک کړل شی . په دی توافقاتو کي تر هرڅه لمړۍ او مهمه جدی خبره  د بهرنیو ځواکونو د ویستلو مسئله ده ، ځکه په دی اړه ددواړو خواو په اندونو کي زیات توپیر لیدل کیده ، امریکایی هیئت وایی چي دوی د عسکرو په خروج خبری نه کوي بلکه پداسی یوی موافقی خبری کوی چی له مخی یی بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لاره همواره شي ، خو مقابل لوری یی بیا وایی چي تر هر څه دمخه دی د امریکایی عسکرو د وتلو پلان عملی کړل شي . اما د امریکایی ولسمشر ټرمپ بیړه او عجله داده چي عسکری ځواکونه یی د افغانستان نه سلامت ووځی ، په همدی خاطر یی جنرالانو تیره ورځ  اعلان وکړ چي دوی خپلو ځواکونو ته حکم کړی تر څو په افغانستان کي دطالب ځواکونو په مقابل کي جنګ و نه کړی ، ددی معنا داده چي اوس جنګ په مکمله توګه د هیواد د اردو په غاړه دی ، خو داسی نه بریښي چي د هیواد اردو به دطالب ځواکونو د هجومی یرغلونو مقابله وکړای شي .داسی اوازی دی چي امریکا به د افغانستان نه د خپلو ۱۵۰۰۰ ځواکونو څخه پنځه زره کسان په راتلونکو شبږو میاشتو کي و کاږی ، خو دا به دطالبانو د اوافغان حکومت دخبرو پوری اړونده وی ، اما طالب ځواکونه د افغان حکومت سره دخبرو نه ډه ډه  کوی خو د افغانی عمومی هیئت د غړو په څیر یی منی.

اوس چي خبره تر اخری پړاو پوری رسیدلی ، او د امریکایی هیئت مشر ډاکتر خلیلزاد واشنګتن ته د سلا مشوری له پاره تللی او طالب چارواکو هم خپلو مسؤلینو ته دهغوی د موافقی په خاطر  د توافقاتو اخری متن لیږلی ،نو دا به ډاګیزه شي چي ایا دا توافقات به په دغسی حساسو حالاتو کي چي د هند لویه وچه ورسره مخ ده لاسلیک کړل شي او که یو ځل به بیا د ځنډ او خنډ سره مخ شي .

ویل کیږي  چي ددی توافقاتو متنلیک  افغان ولسمشر اشرف غنی ته هم ورسیدلی دی ، د کتونکو له مخی په دغه توافق لیک کي اشرف  غنی ته دوه ډوله وړاندیزونه شوی ، لمړۍ دا چي د ولسمشریزو ټاکنو دکاندیداتورۍ نه منصرف شی او ددوو کالو له پاره د یوه موقت حکومت رهبری وکړی ، بل وړاندیز دادی چي د کاندیداتورۍ په صورت کي دی د واک نه ګوښه شی او د راتلونکو ټاکنو پوری دی واک یو موقت حکومت ته وسپاري .

اما دا چي موقت حکومت به د چا له اړخه او څه ډول جوړیږی ، لا څرګنده نه ده ، خو د تجاربو له مخی دا ثابته شوی چي موقت حکومتونه ، دیر ناکامه ، بدنامه او د مصیبتونو زیږنده ګرزیدلی ، او بیا په ځآنګړی توګه هغه موقت حکومتونه چي د احزابو د ونډی له مخی جوړ کړل شي. ددغه ډول موقت حکومت وزارتونه لکه د بازاری دوکاندارانو په څیر عمل کوی ، چي ترخی تجربی یی د مرحوم حضرت مجددی او  شهید استاد ربانی د موقتو ریاستو دوری دی چي دهیواد جوړښت یی له یوه سره د سخت زیان سره مخ کړ او دهمغه موقتو حکومتونو پایلی دی چي تر اوسه یی زمونږ ولس د جغ لاندی مرګونی او تباه کونکی شپي او ورځی سبا کوي.

همدا راز  د ۲۰۰۲ کال د بن دغونډی په پایلو کی د حامد کرزي موقت حکومت هم زمونږ تر مخه دی چي دهیواد د چور او تالان سبب وګرزید، اود همغه وخت زاړه ډنډه ماران اوس هم د واکمنیو په ګدیو ناست دی.

کتونکی  دا هم وایی چي کیدای شي داسی موقت  حکومت منځته راشي چي طالب سیاسی چارواکي په کی پوره واکمنی ولری او دا نوری ډلی ټپلی هم له ځانه سره د یوه ځانګړی وخت پوری کش کړی.

دا هم ډاګیزه شوی چي امریکایان د طالب سیاسی هیئت سره داسی یوی پایلی ته رسیدلی چي واکمنی به بیرته طالب ځواکونو ته سپاری خو شرط  به یی دا وي چي طالب سیاسی چارواکي به دپخوا برعکس د هیواد نور سیاسي ګوندونه له ځآنه سره په واکمنۍ کي ورګډوی ، اما زمونږ د تجربو له مخی دا مسئله هم ډیره ستونزمنه او پیچلی معلومیږي . ځکه د طالب ځواکونو او په هیواد کي دشتو جهادی سیاسي ډلو ټپلو ترمنځ ډیر تریخ تاریخ تیر شوی او طالب ځواکونه به هیڅکله هم په دغه ډول ګوندونو او یا هم دهغوی په سیاسی لوبغاړو دومره باور ونه کړی . دا مسئله به وروسته معلومیږی ، ځکه د سیمی حالات او دهندو اوپاکستان ترمنځ د هند تر ولکی لاندی کشمیر اوهلته د هندی عسکرو په واسطه  د سختو نظامی مقرراتو په تطبیق سره نظامی اوسیاسی حالات د یوه دروند کشمکش په لور روا ن دی

دوام لري

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !