اسرائيلي الوتکو په دمشق کې ايراني ځواکونه بمباري کړی

د اسرائيلو د پوځ بې پيلوټه الوتکو د سوريې په پلازمينه دمشق کې پر ايراني او ځايي شيعه مليشو بمبارۍ کړي دي.

اسرائيلي پوځ ويلي، د دوی الوتکو د ایران د پوځ مربوط د قدس ځواک او شيعه جنګيالي هدف ګرځولي دي.  د اسرائيلو لومړي وزير بنیامين نتنياهو ويلي، چې ایران به په هيڅ ځای کې هم د دوی له حملو خوندي پاتې نه شي او اسرائيل د خپلې خاورې ساتنې لپاره هر ډول لازم اقدامات ترسره کولای شي.

د سوريې ځينو رسنيو د پوځي سرچينو له قوله ليکلي، چې دفاعي ځواک کشف کړې وه چې توغندي د جولان له سيمې وار شوي او ډيری يې هدف ته تر رسيدو مخکې شنډ کړای شوي دي.

تر دغه بمبارۍ مخکې اسرائيلي پوځ ادعا کړې وه چې د دمشق په عقربه سيمه کې يې د ایران ګڼ پوځي هدفونه او د وسلو زېرمتونونه بمبار کړي دي.

تر دې مخکې هم د اسرائيلو له لوري د ایران پوځي هدفونه تر هوايي بريدنو لاندې راغلي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !