روسیې؛ دافغان سولې په اړه د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې دافغان سولې په اړه دهر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.  الکساندر په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، سیمه ییزو مسایلو، امنیت، د وسلوالو پر وړاندې پر مبارزې او افغان سولې خبرې کړي دي.

مانتیتسکي ویلي روسیه د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیاره ده او هڅه کوي دغه هېواد ته ددایمي سولې په راتګ کې موثر اقدامات ترسره کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې په برخه کې د روسیې رول مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې خپله همکاري و نه سپموي.

روسیه په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره پراخ فعالیتونه ترسره کوي. دغه هېواد په همدې تړاو دوه مهم کنفرانسونه هم جوړ کړل چې ګڼو افغان سیاسیونو او طالبانو پکې ګډون کړی.

روسیه وایي چې دغه کنفرانسونه به د سولې تر راتګ پورې دوام پیدا کوي، اوپه پام کې لري تر څو راتلونکو څو ونیوکې دافغان سولې په اړه دتېر په څیر څو کنفرانسونه دائر کړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !