د اسلامي همکاریو سازمان: نړۍ باید د افغان جګړې په ختمولو کې ونډه واخلي

د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال محمد العثمین له ولسمشر غني سره په جده ښار کې د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان په سیمه کې یو مهم هېواد دی او ددغه هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره باید هڅې وشي. دده په وینا افغانستان د یوې خونړۍ جګړې په ډګر بدل شوی او د ټولې نړۍ مسوولیت دی چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې په ختمولو کې ونډه واخلي. نوموړي دغه راز ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د سولې له پروسې او په دغه هېواد کې د شفافو ټاکنو له ترسره کېدو ملاتړ کوي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مشرتابه مننه کړې چې تل یې د افغانستان د ستونزې په حل کې همکاري کړې ده او په دغه هېواد کې یې روانه جګړه ناروا بللې ده. ده زیاته کړې چې سوله د افغان حکومت لپاره مهم لومړیتوب دی او په دې برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرسته اړینه ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !