ټرمپ: ايران سره د جګړې هڅه نه کوو

د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه كې د دې هېواد له ولسمشر امانوېل مكرون سره پر ځينو نورو موضوعاتو سربېره د ايران په تړاو هم خبرې كړې دي. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټرمپ له مكرون سره په ليدنه کې ټينګار کړی، چې له ايران سره د جګړې په هڅه کې نه دى، بلکې غواړي له دغه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي. د فرانسې ولسمشر بيا خپل امريكايي سيال ته وړانديز کړى، چې ايران ته د يو څه وخت لپاره د يورانيمو غني کولو او د تېلو پلورلو اجازه ورکړي. د دواړو ولسمشرانو ليدنه د (جي ۷) غونډې تر پيلېدو وړاندې شوې ده. ټرمپ او مکرون داسې مهال د ايران په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستيو کې د يورانيمو غني کېدو پر سر د واشنګټن او تهران اړيکې خورا ترينګلې شوې دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !