په دریو کلونو کې د روږدو کسانو شمېر دوه برابره شوی

له نشه یې توکو سره د مبارزې د وزارت مرستیال وايي، یوازې په دریو کلونو کې د روږدو کساو شمېر له ۱.۵ میلیونه څخه ۳.۶ میلیونو ته رسېدلی.

محمد هاشم اورتاق چې نن یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « له نشه یي توکو سره د جدي مبارزې سره، سره د روږدو کسانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي، په ۲۰۱۳ کې د روږدو کسانو شمېر ۱.۵ میلیونه وو؛ خو په ۲۰۱۵ کې دا شمېره ۳.۶ میلیونه کسانو ته رسېږي».

نوموړي زیاته کړه « فقر، نا امني، د دندو نشتون او د قاچاقبرانو د مافیا په څارنه کې د سیمې د هیوادونو نه همکاري د روږدو کسانو شمېر لا پسې لوړ کړی، چې د اندېښنې وړ دی».

د اورتاق په خبره، د سیمي د هیوادونو له همکارۍ پرته د قاچاقبرانو د مافیا په تعقیب کې بریالې کېدای نشو « موږ غواړو د نشه یي توکو په ضد د سیمې د هیوادونو له ادارو سره وتړل شو، څو په اغېزناکه توګه مبارزه وکړو».

له نشه یي توکو سره د مبارزې د وزارت مرستیال د خپلې ادارې له هڅو دفاع وکړه او یاده یې کړه، چې په کمو امکاناتو یې ۷ سوه ۷۷ زره روږدي کسان راټول کړي او زیات شمېر قاچاقبران یې نیولي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !