پاکستان د جنوبي اسیا لومړی هیواد شو چې 5G ټیکنالوجي سمبالیږي

پاکستان د جنوبي اسیا لومړی هیواد شو چې 5G ټیکنالوجي سمبالیږي

پاکستان په حنوبي اسیا کې لومړی هیواد شو چې د انټرنیټ په پنځم نسل5Gسمبالیږي، د چین مشهوري کمپنۍ زونګ په پاکستان کې د پنځم نسل انټرنیټ ازمایښتي تجربه وکړه .

د پاکستان د مخابراتو وزارت پې ټي ای ځینې چارواکو ادعا کړي چې امکان لري د پنځم نسل انټرنیټ به په ټول پاکستان کې د روان کال د ډسمبر میاشتې پورې د څلورم نسل څخه پنځم نسل ته بدل کړو.

د پنځم نسل انټرنيټ سرعت دومره چټک ده چې یوه ثانیه کې د ګیګا په حساب ډانلوډ او اپلوډ لسو ته رسیږي یعنې په يوه ثانیه کې لس جیبي ډانلوډ کولائ شئ، خو دغه چټک انټرنیټ د ګټې تر څنګ زیانونه هم لري .

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !