پېښور: د افغان دولت د ملي بانک پر ځمکې خلکو دعوه کړې

د پاکستان پيښور کې ښار کې د افغانستان دولت د ملي بانک درې جريبه ځکه چې له پخوا راهيسې يې د دوکانونو کرايي افغان ملي بانک اخلي اوس د ځينو خلکو له خوا پرې دعوه شوې ده.  دغه ځمکه چې د فردوس په سیمه کې ده د افغان ملي بانک اړود مارکیټ دی چې درې جريبه ځکه کې اباد شوی او شاوخوا پنځوس ميليونه ډالره ارزښت لري.

ځايي خلک وايي، دوکانونه يې خپله اباد کړي او کرايي يې افغان ملي بانک ته ورکوي.

د ملي بانک يوې سرچينې رسنيو ته وويل، دوکانداران د مياشتې له یوولس سوه څخه تر شپاړلس سوه کلدارو افغان ملي بانک ته ورکوي چې وينا يې دا ډيره کمه کرایه ده، خو ځمکه ساتل شوې او اوس ځايي خلکو پرې دعوه کړې ده.

د سرچينې په خبره، په یاده ځمکه په ۱۹۷۱، په ۱۹۸۹،په ۱۹۹۸- ۹۹ کلونو کې په محکمو کې پرې دعوې شوي چې په افغانستان کې د جګړو او امنيت نه شتون له امله نه دي څارل شوي او دعوه کوونکو ګټلي دي.

د ملي بانک سرچينه وايي، چې دعوه کوونکي يې د قبضه کولو هڅې کوي خو په وينا يې د ملي بانک د پېښور دفتر ورته مدافع وکيلان نيولي او له سترې محکمې يې غوښتي چې پر یاده پريکړه بيا ځلې نظر وکړي.

د پاکستان حکومت افغان کونسلګرۍ ته د یاد مارکيټ د خپلولو لپاره یوه اوونۍ وخت ورکړی که پر وخت يې غم ونه خوړل شي ښايي دغه ځمکه د افغان دولت د ملي بانک له لاسه ووځي.  د بهرنيو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، دوی تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري او دا د ملي بانک اړوند موضوع ده باید هغوی يې تعقيب کړي.

له بله پلوه د افغان ملي بانک د املاکو مدير تاج ګل حقمل ويلي، په دې اړه يې د بهرنيو چارو او عدلې وزارتونه په جريان کې اچول شوي، اقدامات پيل شوي او د افغان سفارت په همکارۍ ورته مدافع وکيل نیول شوی، ستره محکمه کې يې عريضه ورکړې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !