د نړۍ پرمخ تر ټولو خوندي ښارونه وپيژنۍ!

د اقتصاد استخباراتو ټولنې د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۱۹م کال د نړۍ تر ټولو خوندي ښارونو لیست چمتو کړی دی، دغه ذکر شوي ښارونه د امنیت، روغتیا، اقلیمي ناورین، او سایبري بریدونو له لحاظه څیړل شوي دي.

د یاد لیست په سر کې د جاپان هېواد پلازمینه «ټوکیو» یاده شوې ده، په دویم نمبر کې د سنګاپور هېواد خو په دریم نمبر د جاپان یو بل مشهور ښار «اوساکا» تر ټولو خوندي ښارونه ذکر شوي دي.  دغه درې اسیایي ښارونه په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۷م کال کې هم تر ټولو خوندي ښارونه نومول شوي وو.

څیړونکي وایي چې سږکال ۶۰ځانګړي ښارونه د «ښارونو هوساینې» تر نوم لاندې لیست کې ذکر شوي، دا هغه ښارونه دي چې له سختو حالاتو وتلي او یو پرمختللې بڼه یې غوره کړې ده.  دغه ښارونه د څلورو خواوو نه څیړل شوي دي: ډیجیټل، زیربناوې، روغتیا او شخصي امنیت.

د یاد لیست په لومړي لسو ښارونو کې اسیایي هېوادونه واکمن دي، خو په پنځم نمبر د استرالیا مشهور ښار «سیډني»، په اتم نمبر د سویلي کوریا مشهور ښار «سول»، او په لسم نمبر د استرالیا مشهور ښار «میلبورن» دی.

همدا ډول له لومړیو لسو هېوادونو څخه یې دوه د اروپایي هېوادونو او دوه د شمالي امریکا څخه دي، په څلورم نمبر کې د هالند پلازمینه «امستردام» او په اتم نمبر د سول ښار سره یوځای د دنمارک ښار «کوپینهاګن» دی، همدا ډول د کاناډا مشهور ښار ټورنټو په شپږم او د امریکا پلازمینه واشنګټن په اوم نمبر خوندي یاده شوې ده.

څیړونکي وایي دغه هېوادونه چې خوندي ښودل شوي، په لومړي سر کې روغتیا پاملرنې ته په لوړه کچه او لوړ کیفیت لاسرسی درلودل، په بریښنایي برخه کې ځانګړې ډلې درلودل، همدا ډول د ټولنې ساتنې او د ناورین ښه پلان لپاره د پولیسو منظمې ګزمې درلودل ثبت شوي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !