ټاکنو کې درغليو نوې هڅه!

د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته په ١٣٨٣ کال کې لومړى ځل انتخابات او د انتخاباتو موضوع په افغانستان کې مطرح شوه، خو هغسې انتخابات وو چې د امريکې له کلک ملاتړه برخمن وو او په پايله کې ئې ښاغلى حامد کرزى جمهور رئيس شو، له هغې وروسته په ١٣٨٨ او ١٣٩٣ کال کې بيا بيا ټاکنې ترسره شوې چې له بده مرغه له پوره درغليو سره ملې وې او د داکتر عبدالله او حامد کرزي ترمنځ ستونزه رامنځته شوه، خو وروسته د څه معاملې په ترڅ کې چې ټاکنې هم دويم پړاو ته تللې وي، موضوع حل شوه، خو په ټاکنو کې د درغليو فرهنگ دود شو او له هغې دورې را وروسته چې په ٢٠١٤ کال کې کومې ټاکنې وشوې دا نو بيا ډېرې له درغليو ډکې ټاکنې وې، داسې ټاکنې چې حتى يو لوري هم پرې حساب نه شواى کولى، چې خبره ستونزمنه شوه او بالاخره د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيرى راغى او دغه حکومت ئې د دواړو لوريو ترمنځ په مساويانه ډول وويشه چې همدا مهال د جانکيري له خوا ويشل شوي او جوړ شوي حکومت مشرانو د ټاکنو د کميسيون او سيستم د اصلاح او ټاکنو کې د شفافيت رامنځته کولو ژمنې وکړې، خو وروسته دا دواړه عاليجنابان په خپلو کې د وزارتونو، سفارتونو او نورو ادارو پر ويشلو بوخت شول او خپلې کړې ژمنې ئې له ياده ووتلې،  له بلې خوا د ولسي جرگې ټاکنې راورسيدې چې ددغو ټاکنو له رارسيدو سره سم، د سياسي احزابو گډې کومېټې له حکومت سره ستونزه شريکه کړه چې داځل بايد ټاکنې د بايومټريک وسيلې پرمټ ترسره شي چې په دې الکترونيکي وسيلي کې به د گوتې نښان، د سترگو عکس او د رايه ورکوونکي انځور اخيستل کيږي، خو دا ځل نو دو لسي جرگې انتخابات په داسې ډول ترسره شول چې نه بايومټريک وسيله په کې وکارول شوه او نه هم د ولس رايو ته پاملرنه او درناوى وشو حتى د پارلمان وکيلان هم ډيرى ئې يا هغه کسان وو چې په کمسيون کې ئې لکونه ډالر ورکړي او پارلمان ته راغلي وو او يا ئې په ولس کې پيسې ويشلې وې او د ولس رائې ئې د پيسو په بدل کې اخيستې وې، خو چې په هر ډول و، يو نيمگړي پارلمان د تقلب په پايله کې را جوړ شو، نيمگړى ځکه دى چې لا هم د غزني ولايت استازي په دغه پارلمان کې شتون نه لري، دا نو داسې ټاکنې وې چې افغانان ئې له نوم اخيستلو هم شرميدل، هماغه و چې بيا ځلي د سياسي احزابو گډې کوميټې پر خپلو غوښتنو ټينگار وکړ او له حکومت سره دې پرېکړې ته ورسيدل چې دا ځل به د ټاکنو په سيتم کې تغيرات راځي، يعنې (SNTV) سيستم به پر (MDR) سيستم بدليږي، څلور ټاکنې (د جمهوري رياست، غزني ولايت کې د ولسي جرگې ټاکنې، د ولسواليو شوراگانو ټاکنې او د ولايتي شوراگانو ټاکنې) به په يوځل ترسره کيږي، همدارنگه پريکړه شوې وه چې دا ځل به، ټاکنې په فول با يومټريک ډول وي يعنې هم به د بايومټريک الې په واسطه د رايه ورکوونکي عکس هم د گوتې نښان او هم د سترگو سکن کول شامل وي، خو برعکس دغه ټولې ژمنې په يوه او بله بهانه ماتې شوې چې دوه هغه (د ټاکنو په سيتسم کې بدلون او څلور واړه انتخابات يوځل ترسره کول) د بهرنيو د سفارت له خوا رد شول او ټاکنو کميسيون هم په ټيټه غاړه ومنل، اوس يوه موضوع پاتې وه چې هغه په فول بايومټريک ډول د ټاکنو ترسره کول دي، اوس چې ټاکنو ته د گوتو په شمېر ورځې پاتي دي، د ټاکنو کميسيون ويلي چې شل زره د بايومټريک الې چې د (درملوک) په نامه کومه جرمنۍ کمپنې جوړې کړي، اخيستي او ويلي ئي دي چې دا د بايومټريک الې نور هرڅه کولى شي خو يوازې دغه درې کارونه چې يو د رايه ورکوونکي انځور دى، بل د گوتې نښان دى او بل د سترگو سکن دى، نه شي کولى، د خندا وړ خبره داده چې څه کولى شي چې دا درې کارونه نه شي. اصله خبره داده چې هغه کړۍ چې اصلي موخه ئې په ټاکنو کې درغلۍ دي نه غواړي چې شفافې ټاکنې ترسره شي، نو ځکه ئې داسې د بايومټريک الې خريداري کړي  او دا ئې په ټاکنو کې د درغليويوه نوې او تخنيکي هڅه ده.

بله خبره دا چې دغه دستگاه گانې د ملي تدارکاتو ادارې له خوا اخيستل شوي او دغه اداره په مستقيم ډول د ښاغلي اشرف غني تر مستقيم مديريت لاندې کار کوي او دغې کمپنۍ ته ئې همداسې فرمايش ورکړى چې داسې دستگاه جوړه کړئ چې که يو څوک  هر څو ځلي په دغه ماشين کې گوته سکن کړى معلومه نه شي چې دا څووم ځل دى، يعنې په لوى لاس دې ته زمينه برابره شوې چې يو کس څو ځلي رايه ورکړي او په دې ډول په ټاکنو کې د مشخص ټيم په گټه په درغليو لاس پورې کړي او د تقلب له لارې بيا ځلي د تقلب، فريب او دوکې څلي لوړ کړي چې دا کار نو هيڅ چاته د منلو وړ نه دى چې په ترڅ کې ئې هرڅومره ستونزه رامنځته شوه نو پړه به ئې د ملي تدارکاتو پر اداره او ددغې ادارې د مستقيم مدير پر غاړه وي.

د حزب اسلامي له خوا دغې کړۍ ته وايو چې په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه مه کوئ که دا هڅه مو وکړه نو احزاب، په ځانگړي ډول حزب اسلامي به ددغسې تقلب او متقلبو ټاکنو پر وړاندې کلک دريږي چې دا به نو ټاکنو ته يوه بله لويه او درنه ضربه، ننگونه او سرخوږى وي چې اصلي مسوليت به بيا د همدغې کړۍ پر غاړه وي، چې افغانان ئې ښه پيژني.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !