فرانسوۍ محکمې چرګ ته د اذان اجازه ورکړه

یوې فرانسوۍ محکمې هغه چرګ ته د اذان اجازه ورکړه چې دګاونډیانو له لوري پرې عریضه ثبت شوې وه.

د دغه چرګ په ګاونډ کې یوې ښځې دچرګ پر خلاف خپله عریضه کې ویلي وو چې د چرګ اذانونه یې ارام ته نه پږېږدي.

محکمې ته د دغې موضوع له رسېدو وروسته په دې اړه رپوټونه خپاره شول او د نړۍ لر او بر کې ګڼو کسانو له بانګي چرګ سره خواخوږي څرګنده کړه.

د چرګ څښتنه کورین فیساو هم له همدې کبله په خبرونو کې یادیده. هغه وايي، "دا بریا د هغو ټولو لپاره ده چې زما غوندې وضعیت سره مخامخېږي، او هیله ده چې دا به یوه بېلګه ثابته شي.

"جولای میاشت کې د نوموړې مدافع وکیل محکمې ته ویلي وو، دغه شکایت یوه ملنډه ده، ځکه په وینا یې بانګي چرګان د کلیوالي ژوند یوه برخه دي.

که محکمې د نوموړې خلاف پرېکړه کړې وای، مېرمن فیساو به چې له ۳۵ کلونو راهیسې اولیرون سیمه کې اوسي، اړه وه چې بل ځای ته کډه وکړي او یا د خپل چرګ د بانګونو مخنیوی وکړي.

د نوموړې مدافع وکیل د پنجشنبې پر ورځ وویل، اوس به شکایت کوونکي نوموړې ته د تاوان په توګه زر یورو هم ورکوي.

یاد څلور کلن چرګ په فرانسه کې اوس یو ډول شهرت موندلی چې دغه ډول مرغان د هېواد له ملي نښو بلل کېږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !