واشنګټن ته د غني د سفر ځنډېدل

واحد فقیري

ټاکل سوې وه چي اشرف غني به د شبنې په ورځ واشنګټن ته ورسېږي، او هلته به د جمهورریس ټرمپ سره د سولي د پروسې په شمول پر راتلونکو انتخاباتو هم وږغېږي.

خو ځیني رپوټونه وايي چي یو ناڅاپه واشنګټن خپل دعوت کېنسل کړ، او غني مجبوره سو چي واشنګټن ته خپل سفر وځنډوي.

اشرف غني فقط پرون ویلي ول چي د طالبانو سره سوله «بې معنی» ده. غني دغه راز د امریکا او طالبانو تر مینځ د موافقې سره سخت مخالفت ښودلی دی، او حتی په ارګ کي د غني او د خلیلزاد تر مینخ سخت کلمات رد او بدل سوي ول.

دا چي واشنګټن د غني سفر د اوس لپاره کېنسل کړ زیات سوالونه او اندېښنې يې راپورته کړي دي.

البته یوه خبره څرګنده ده چي د ټرمپ او غني روابط له اوله سره ښه نه ول. ټرمپ مدام غني ته د یوه پرازیټ او ګوډاګي په سترګه ګوري، او څو کرته يې د هغه سره د ملاقات موضوع رده کړې ده.

د دې سفر د ځنډ په هکله څو دلایل سته.

لومړی دا چي ټرمپ ښايي د قطر د خبرو نهايي کېدو ته منتظر وي. او که چیري د قطر خبري نهايي سي، او د امریکایانو او طالبانو تر مینځ یوه ګډه اعلامیه خپره سي، بیا نو واشنګټن ته د اشرف غني د راتګ ضرورت رفع کېږي.

دوهم، ښايي ټرمپ نه غواړي چي غني ته په واشنګټن کي د انتقاد زمینه مساعده کړي. د خلیلزاد او غني له وروستیو ناستو څخه ښايي دا خبره ورته جوته سوې وي چي غني په هیڅ ډول سوله نه غواړي. او په هیڅ وجه د امریکايي عسکرو د وتلو سره موافقه نه کوي.

درېیم، ټرمپ ښايي نه غواړي چي غني په واشنګټن کي د ټرمپ د مخالفو امریکايي سیاستوالو سره متحده جبهه پرانزي، او د سولي پر پروسې باندي انتقادونه وکړي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !