حزب اسلامي: د ولسي وگړو قاتلین دې، د شريعت مطابق مجازات شي

حزب اسلامي په یوه خپره کړې اعلامیه کې يو ځل بيا په كلكو الفاظو د ولسي وگړو خلاف د دولتي او بهرنيو ځواکونو وحشيانه شپني عمليات غندلي، په ځانگړې توگه په ننگرهار کې د چهار شنبې شپې هغه بريد چې د يوې كورنۍ څلور زده كړي زلميان په کې ووژل شول.

په اعلامیه کې راغلي؛ د دولت غبرگون د دې او دې ته ورته پېښو په ارتباط نه له اسلامي ارزښتونو او لارښوونو سره اړخ لگوي او نه له انساني سلوك او معيارونو سره، نه دا كافي ده چي د ملي امنيت رئيس استعفاء وكړه او نه د دې ستر جنايت د څېړني لپاره د هيئت ټاكنه؛ د داسي پېښو غوښتنه دا وه چي د وحدت ملي مفسد حكومت كابينې لا ډېر وړاندي استعفاء كړې وى.

اعلامیه زیاتوي؛ بايد د داسي جنايتونو عاملين او آمرين لا د مخه محاكمه او د شريعت مطابق مجازات شوي وى، دا وحشي جنايتكاران بايد د وژل شوو ورثه وو ته د قصاص لپاره سپارل شوي وى او په علني توگه د شريعت حكم پرې تطبيق شوى وى.

د یادونې وړ ده چې ګډ ځواکونه او د حکومتي عسکرو ځانګړي قطعات له تېرې اوږدې مودې راهيسې په شپنيزو عملياتو او چاپو کې ملکيان وژني او کورونه يې ويجاړوي، خو تر اوسه د ملکيانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هېڅ ډول ګام نه دی اخيستل شوی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !