پاکستان: عربي هېوادونه د کشمیر په مسئله کې زموږ ملاتړي دي

پاکستان وایي عربي هېوادونه د کشمیر په مسئله کې ددوی تر څنګ ولاړ دي. د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو پاکستان ته سفر کړی دی او له ګڼو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي دي. دوی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره د خبرو پر مهال ویلي چې د کشمیر د مسئلې په اړه د پاکستان تر څنګ ولاړ دي او خپله همکاري به نه سپموي.

محمود قریشي ویلي عربي هېوادونه د پاکستان ملاتړي دي او دا مسئله به پاکستان نور هم پر ځان ډاډه کړي. دوی له عمران خان او د پاکستان له ګڼو پوځي چارواکو سره هم کتلي دي.

د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر د مسئلې پر سر ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي او پاکستان غواړي دغه مسئله ژر تر ژره حل کړل شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !