د برېتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې د وتلو پرموضوع نه دی سلا شوی

 

د برېتانیا پارلمان کې پرون له اروپایي ټولنې د دې هېواد د وتلو یا پاتې کېدو موضوع نوره هم ناندریزه شوه. د ټاکلي مهالوېش له مخې برېتانیا باید د روان میلادي کال د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه له اروپایي ټولنې ووځي. حکومت او د پارلمان لویه برخه غواړي چې دا کار د یوې بشپړې هوکړې له مخې وشي. خو د برتانیا حکومت له څو کلونو خبرو وروسته هم نه دی توانېدلی چې له اروپایي ټولنې سره دې برخه کې تړون خپل پارلمان کې تصویب کړي. اوس وېره دا ده چې لومړی وزیر بورېس جانسن به د اکتوبر پر ۳۱مه له کوم تړون پرته برتانیا له اروپایي ټولنې وباسي. د نوموړي له دې پلان سره نه یوازې اپوزیسیون کارګر ګوند، بلکې په خپله د ده په محافظه کار ګوند کې هم ګڼ وکیلان مخالف دي. دوی په ګډه پرون یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې باید په هره بیه له اروپایي ټولنې سره هوکړه وشي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !