فضا ته له هندي سپوږمکۍ سره اړیکه پرې شوې

فضا ته د هند لومړنۍ توغول شوې مصنوعي سپوږمکۍ بې پایلې پاتې شوې. چارواکي وايي، چندریان-۲ په بریالیتوب سپوږمۍ ته نږدې شوې وه،‌ خو کله چې سطحې ته ۲۰۱ کیلومتره نږډې شوه، له ستونزو سره مخ شوه. د هند د فضايي څېړنو سازمان ویلي، له دې مصنوعي سپوږمکۍ سره تر ښکته کېدو څو ثانیې وروسته اړیکه پرې شوې ده. ددې سپوږمکۍ په بریالیتوب به هند څلورم هېواد شي چې په سپوږمۍ کې یې مصنوعي سپوږمکۍ ښکته کیږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !