ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د لغوه کولو اعلان کړی دی.

ټرمپ په تازه ټويټ کې ويلي، چې طالبانو سره په کابل کې په JVLF باندې د وروستي بريد له امله چې یو امريکايي سرتيری او یوولس نور کسان پکې ووژل شول، مذاکرات لغوه کړي دي.  د ټرمپ په خبره، نن یکشنبه يې د طالبانو له مهمومشرانو او اشرف غني سره يې په کمپ ډيوډ کې په جلا جلا ډول ملاقات درلود خو په وينا يې وروستی برید د دې ملاقات د لغوه کولو لامل شو.  ټرمپ وايي، طالبانو د خپل کاذب قدرت ښودلو لپاره په کابل کې حمله کړې په وينا يې هغوی د ځان لپاره حالات خراب کړل، د خبرو په جريان کې يې پر اوربند موافقه ونه کړه او د دې توان لري چې دولس تنه ووژني نو ښايي د دې توان ونه لري چې با مفهومه او با اعتباره موافقه لاسليک کړي.

د ټرمپ په خبره، طالبان د څو نورو لسيزو لپاره جنګ اوږدول غواړي.

د تيرې پنج شنبې په ورځ په کابل کې د عبدالحق حلور لارې ته نږدې د طالبانو په یوه سرتيري بريد کې د یو امريکايي، یو رومانيايي پوځي تر څنګ لس کسان ووژل شول.

طالبانو په یاد بريد کې د دولس بهرنيو پوځيانو او اتو د ملي امنيت کارکوونکو د وژنې خبر ورکړی و.

طالبانو تر اوسه د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !