میدان وردګ: هوایي برید کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن له غرمې وروسته د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې په یوه هوايي برید کې، د ملکي وګړو یو سراچه موټر په نښه شوی، چې پنځه تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې دغه هوايي برید د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر شوی، چې پنځه واړه سپرلۍ یې وژل شوې دي.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزی وايي، دوی تر اوسه د پېښې په اړه کره معلومات نلري خو وروسته به يې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

دې وروستیو کې دګډو ځواکونو له لوري دهېواد په لر اوبر کې ملکي وګړي په نښه کیږي، تېره ونۍ ننګرهار کې څلور وروڼه چې ځینو یې دولتي دندې هم لرلې؛ دصفر دوه قطعې له لورې دداعش په تور ووژل شول.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !