جیمز ډابنز: له افغانستان د وتلو لپاره شرایط نه دي برابر شوي

له افغانستان د وتلو لپاره شرایط نه دي مشخص شوي چې دا مسئله افغانستان کورنۍ جګړې ته بوولی شي.

په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر جیمز ډابنز په خپله یوه مرکه کې ویلي، که امریکا پرېکړه وکړي چې خپل ټول سرتېري به له افغانستان وباسي نو دا ډېر خطرناک ګام دی او په نړیواله کچه د امریکا پر وړاندې پوښتنې راولاړولی شي.

دده په خبره له افغانستان د وتلو لپاره شرایط لکه څنګه چې باید وي نه دي مشخص شوي نو دا مسئله به افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته بوځي. ډابنز د هغو سفیرانو له ډلې دی چې څو ورځې وړاندې یې په ګډه اعلامیه کې هم د سولې پر هوکړه نیوکه کړې وه او له افغانستان یې د امریکایي سرتېرو ایستل خطرناک ګام بللی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !