پروان: پر بګرام هوايي اډې توغنديز بريد شوی

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ترټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بریدونه شوي چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.

هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو استوګن ځایونو ته څېرمه لګېدلي دي.

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان يوې امنيتي سرچينې دغه برید تاييد خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه بريد تيره شپه د طالبانو له خوا شوی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !