بشري حقونه: د میدان وردګو هوايي برید کې ټول ملکيان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې د میدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ټول ملکي وګړي په نښه شوي دي.

دغه بريد چې د تيرې یک شنبې په ورځ د سيد اباد په په تنګي دره کې په هغه موټر ترسره شو چې خلک له يوې ملمستيا څخه کور ته روان و.په یاد بريد کې د یوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي و.

د بشري حقونو د کمېسيون ویاند شکر الله مشکور وايي، د کمېسیون له پلټنو وروسته دغه کمېسيون غوښتنه کړې چې د قربانيانو کورنيو څخه بخښنه وغواړي او هغوی ته غرامت ورکړي.

هغه وويل،ورته ډول بريدونه هيڅ د توجيه وړ نه دي او په ترسره کيدو يې له بهرنيانو د خلکو کرکه نوره هم زياتيدلی شي.

د بشري حقونو کمېسيون د معلوماتو له مخې، په وروستيو کې د ګډو ځواکونو او طالبانو په بريدونو او عملیاتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

تيره اوونۍ هم په جلال اباد ښار کې د صفر دو قطعې په عملياتو کې د يوې کورنۍ څلور ځوانان ووژل شول او تر دې مخکې يې هم په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو ملکي ميشت ځايونه په نښه کړي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !