حزب اسلامي، هغه کسان غندلي چې د سولې د مذاکراتو لغوه کېدو ته خوشحاله دي

حزب اسلامي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سولې خبرو بنديدو په اړه د ټرمپ وروستی دریځ نامعقول دی، ځکه دده تر قوماندې لاندې جګړه کې هره ورځ تر درې سوه پورې افغانان وژل کېږي نو د یوه سرتېري لپاره د مذاکراتو درول د منلو وړ خبره نه ده.

حزب اسلامي همدا راز هغه کسان غندلي چې د سولې د مذاکراتو درېدو ته خوشحاله دي.

په اعلامیه کې راعلي؛ د جگړو د دوام او د افغانانو د مزيد مرگ ژوبلي او وينو تويېدو مسئوليت به د هغو پر غاړه وي چي د سولي له راتلو وېرېږي او پر هر هغه كار خوښ وي چي پايله ئې د جنگ دوام وي، په جنگ كي بهرنيان نه بلكي افغانان مري، د همدې كال په تېرو شپږو مياشتو كي نږدې پنځوس زره افغانان وژل شوي؛ خو د وژل شويو بهرنيانو شمېر تر لسو تنو لږ دئ!!

حزب اسلامي طالبانو سپارښتنهکړې ده چې؛ که  امکان وي له امریکا سره دې خپلو خبرو ته ادامه ورکړي او كه د جگړي دوام ته ځان اړ بولي نو له داسي جگړو دي ډډه وكړي چي په ترڅ كي ئې مظلوم او غيرمحارب افغانان مري، د داسي جگړي لپاره چې ناحقه وينه په كي توى شي، نه شرعي توجيه موندلى شو او نه عقلي توجيه؛ كه څه هم دا د يوه غيرمسلمان انسان ناحقه وينه وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !