وروسته د لمریزې برېښنا اوس تودوخه هم برېښنا جوړوي

یو وخت یوازې د اوبو برېښنا عامه وه خو د وخت ستونزو او د اوبو برېښنا د زیات استعمال له وجې ټولنې ددې برېښنا له کمښت سره مخ شول خو د وخت پوهانو او انجینرانو داسې آلې اختراع کړي چې دا ستونزې تر ډیره حده حل کړي یو له هغو څخه لمریزه برېښنا ده چې نن ورځ زیات خلک ترې استفاده کوي خو اوس پوهانو د برېښنا یو بل ډول اختراع کړ چې هغه له تودوخې څخه برېښنا جوړول دي.

امریکايي پوهانو یو داسې اله جوه کړي چې د ځمکې تودوخی څخه برېښنا جوړوي، دغه برېښنا د اوس لپاره دغه بريښنا څخه د موبائيل بېټرۍ او یو کوچنی ګروپ چارجولای شي، خو په پام کې ده چې دا اله لا پیاوړې کړي.

د ریډي سکای کولېنګ په نوم دا اله د کلېفورنیا پوهنتون یو ساینس‌پوه ډاکټر اسوت رامن د خپلو ملګرو په مرسته جوړه کړې چې له ځمکې د حرارت راوتلو له لارې برېښنا تولیدوي.

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا اله اوس په پنځه مربع مټر کې ۲۵ ملي واټه برېښنا تولیدوي چې د یوه کوچني ګروپ د روښانولو لپاره کفایت کوي، خو په ګرمو سیمو کې یې د تولید کچه زیاتېږي.

اوس‌ مهال د دې الې بیه ۳۰ډالره ایښودل شوې او ساینس‌پوهان وايي، د دې الې د پیاوړي کولو لپاره به نورې تجربې هم وکړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !