په یوه میاشت کې د افغانستان د جګړې د سر زیان

د بي بي سي هغې څېړنې چې د افغانستان د جګړې د سر زيان د کچې معلومولو لپاره شوې، موندلې چې دغه تاوتريخوالي د افغانستان هره نقطه اغېزمنه کړې.

دغې هر اړخیزې څېړنې هڅه کړې چې په اګست مياشت کې د تاوتريخوالي هره پېښه وڅاري او له مختلفو سرچینو څخه یې تایید کړي. له مخامخ جګړو، تر شپنیو عملیاتو، هوايي بریدونو، هدفي وژنو او چاودنو.

دغې څېړنې وښودله چې د اګست میاشتې هېڅ ورځ بې تاوتريخوالي تېره نشوه. سترو بریدونو چې اکثره د خبرونو سرټکي جوړوي، تر ځینو کوچنیو بریدونو، چې رسنیو ته يې راپور نه ورکول کېږي، هره ورځ په ټول هېواد کې دوام درلود.

د اګست مياشتې په اوږدو کې د بي بي سي دغې څېړنې ۶۱۱ امنيتي پېښې تایید کړې چې ۲۳۰۷ کسان پکې وژل شوي. د لږ تر لږه ۱۹۴۸ کسانو ټپي کېدل هم تایید شول.

که څه هم دا د یوازې یوې میاشتې حال دی، ښکاري چې ملکیان د دغې جګړې ډېره لوړه بیه پرې کوي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د بېلابېلو هېوادونو لپاره د بهرنۍ پاليسۍ له مهمو بحثونو دی. دا وېره لا هم پر ځای پاتې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کېدو سره تاوتریخوالی لا ډېرېږي.

په دې تړاو چې بي بي سي په اګست میاشت کې دا معلومات څرنګه راټول کړي، د دغه خبر وروستۍ برخه وګورئ.

د پرله‌پسې تاوتريخوالي مياشت

دغې څېړنې وموندله چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اګست میاشت کې هره ورځ په اوسط ډول لږ تر لږه ۷۴ کسان وژل شوي.

لوی اختر هم په دې میاشت کې و چې ښکارېده طالبانو او افغان حکومت تر یو بريده نااعلان شوی اوربند درلود. خو له دې سره سره، د اختر په ورځو کې له بېلابېلو پېښو بي بي سي ته ۹۰ مرګونه تایید شول. تر ټولو لوړه مرګ‌ژوبله د اګست په ۲۷مه ثبت شوه، په دغه ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۶۲ کسان ووژل شول او ۴۷ ټپيان شول. خو د ملکیانو لپاره د اګست اتلسمه تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې ۱۱۲ کسان پکې ووژل شول.

په دې ورځ د کابل په شپږمه ناحیه کې د يوه واده په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو او ۹۲ مېلمانه يې ووژل. د دغو مراسمو زوم، میرویس چې په خیاطۍ يې د خپل واده پیسې پیدا کړې وې، غوښتل يې هغه شپه یې د ژوند تر ټولو ښې شېبې وي .

خو د هغه د واده دا شپه د هغه د ډېرو نږدې ملګرو د مرګ لامل شوه. د هغه د ناوې هم خپل څو نږدې خپلوان او یو ورور پکې ووژل شول. د “اسلامي دولت” (داعش) په نامه وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت ومانه.

له دغې پېښې څو ساعته وروسته د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې د ملکيانو پر یوه ګاډي د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول. د دغې ورځې تر پایه په غزني او فاریاب کې شپږ نورې داسې پېښې هم ثبت شوې چې ملکيان پکې ووژل شول.

ثبت شوي شمېرې څه وایي؟

د څېړنې له مخې، په اګست مياشت کې د بېلابېلو منابعو له خوا د تایید شوو وژنو ۹۷۴ يې طالبان ښودل شوي. یو لامل ښايي د حکومت‌پلوه ځواکونو د هوايي بریدونو ډېرېدل دي، چې د طالبانو او ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د ډېروالي لامل شوی. که څه هم طالبانو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د اګست د میاشتې پېښې یا له سره منلې نه دي او یا يې د ګوتو په شمېر مرګ‌ژوبله منلې. طالبانو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره په يوه میاشت کې د خپلو ۱۰۰۰ جنګیالیو وژل کېدل په کلکه رد کړي او ویلي يې دي چې داسې هېڅ سند نشته چې په دې کچه د دوی مرګ ژوبله دې تاييد کړي. طالبانو په خپل ويناپاڼه کې د بي بي سي دغه څېړنه “د افغان حکومت پروپاګنده” بللې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بی بي سي ته ويلي، د دوی مرګ‌ژوبله د افغان ځواکونو په پرتله شپږ سلنه ده.

افغان ځواکونو ته هم پراخه مرګ‌ژوبله اوښتې او د پوليسو، ملي اردو او دولت‌پلوه ملېشو په ګډون، د ۶۷۵ ځواکونو د وژل کېدو راپورونه تایید شوي. د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د بي بي سي څېړنه «جدي بیاکتنې ته اړتیا لري او د عيني واقعیتونو له مخې باید ډېر جدي تحقیق وشي».

د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه تر دېره پټه ساتل کېږي، نو د دغې مرګ‌ژوبلې د حقيقي کچې معلومول ګران دي.

په جنورۍ میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې ۴۵۰۰۰ امنيتي ځواکونه له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې وژل شوي دي. په دې جګړه کې ملکيان ډېر او په پراخه کچه اغېزمن او زيانمن شوي.

بي بي سي ته یوازې د یوې میاشتې په اوږدو کې د ۴۷۳ ملکي وګړو وژل کېدل تایید شول.

د ملګرو ملتونو د روان کال د موندنو په څېر د بي بي سي څېړنې هم وښودله، چې ملکيان د دواړو لورو تر منځ د جګړې لوړه بیه پرې کوي. که څه هم دا شمېرې یوازې د اګست میاشتې دي او په نورو میاشتو کې ښايي د جګړې عمومي انځور ډېر بېل وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازندویه ماموریت یا یوناما د بشري حقونو د برخې مشره فیونا فرنزر د بي بي سي د دغې څېرنې په اړه وايي: «دغې جګړې پر ملکي وګړو ډېر پراخ اغېز لرلی».

هغه زياتوي: «که څه هم د ملکي مرګ‌ژوبلې ثبت شوې شمېرې په ځوروونکي ډول لوړې دي، د تایید لپاره یې کارېدلي دقیق میتود ته په کتو، خپرې شوې شمېرې بیا هم د دغه زیان اصلي تصویر نه ښيي».

د جګړې ښکېل لوري بیا بیا په خپلو جنګي فعالیتونو کې د ملکيانو مرګ‌ژوبله ردوي.

د جګړې د څرنګوالي یو تصویر

د کندوز د جګړې او یا هم په کابل کې د واده پر مراسمو د ځانمرګي برید په څېر پېښې د نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکي جوړوي. خو د افغانستان خونړۍ جګړه ډېر بېل تصویر لري، په تېره بیا په کوچنۍ کچه او د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو پر مهال.

په اګست مياشت کې د بي بي سي لخوا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو یوازې په دریو کې د تاوتريخوالي د کومې پېښې راپور ورنه کړل شو. په هرو لسو کې یوه مرګونې پېښه له غزني ثبت شوه، چې تر ډېره بریده د طالبانو د فعالیت مرکزیت دی او له همدې امله پرې د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو تمرکز هم ډېر دی. په غزني کې له ثبت شوو ۶۶ پېښو درېیمه برخه يې هوايي بریدونه وو. په دغه راز تاوتريخجن چاپېریال کې د افغان ملکیانو د ژوند کیسې هم ډېرې ځوروونکې دي.

محب الله د اروزګان اوسېدونکی دی او د کندهار په مرکزي روغتون کې له هغې وروسته له بي بي سي سره غږېدلی، چې د ورور له اوږې يې ډاکټرانو یوه مرمۍ وایستله.

هغه په غوسه ناک انداز وویل: “کله چې زموږ په سیمه کې عملیات وي، عام خلک هېڅ ځای نه شي خوځېدلی، که دوی حرکت کوي، امریکایان یا افغان ځواکونه ډزې پرې کوي. دوی هر مهال چې زړه يې غواړي، بمونه غورځوي، زموږ شاوخوا ټول کورونه نړېدلي دي.”

د نړۍ تر ټولو خونړۍ جګړه

په افغانستان کې روانه جګړه له څلورو لسیزو ډېره غځېدلې. تېر کال د وسله والو جګړو د موقعیت او پېښو د معلوماتو پروژې (ACLED) وویل، چې د افغانستان جګړه د مرګونو له مخې د نړۍ پر مخ تر ټولو خونړۍ ده.

د دغې ادارې معلوماتو ته په کتو، په اګست مياشت کې په افغانستان کې اوښتې مرګ‌ژوبله په سوریه او یمن کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې دری برابره ډېره ده.

د ۲۰۱۹ ز کال په جون میاشت کې د سولې د نړیوال معلوماتي مرکز په راپور کې هم افغانستان د ځمکې پر مخ تر ټولو ناامنه هېواد وبلل شو.

بي بي سي دا معلومات څرنګه راټول کړي؟

بي بي سي له ټول افغانستان څخه د ۲۰۱۹ ز کال د اګست له لومړۍ تر ۳۱مې نېټې پورې، د تاوتريخوالي ۱۲۰۰ پېښې ثبت کړې، خو یوازې ۶۱۱ یې د بېلابېلو سرچینو له خوا تایید شوې.

د دغو پېښو د تایید او کره کولو لپاره بي بي سي د روغتيايي کارکوونکو، قومي مشرانو، ځايي شوراګانو، ځايي اوسېدونکو، عيني شاهدانو، حکومتي چارواکواو د روغتونونو او مخالفو وسله والو ډلو له سرچینو معلومات راټول کړل. د هرې پېښې لپاره لږ تر لږه دوې مختلفې سرچينې پوښتل شوې دي. کله چې د مرګ‌ژوبلې پېښه تاییدېدله، تر ټولو ټيټه اندازه تایید شوې او د مرګ‌ژوبلې شمېر ترې ثبت شوی. د بېلګې په توګه، که د یوې پېښې په اړه دوو بېلابېلو سرچینو یوې لس کسان او بلې ۱۲ کسان تاییدول، موږ لس معتبر بللي یا هم که بېلابېلو سرچینو بېلابېلې شمېرې ورکولې، موږ تر ټولو ټيټې شمېرې معتبرې بللې.

د دغې څېړنې په اوږدو کې سلګونه هغه پېښې چې تایید نه شوې، نه دي شمېرل شوې، ځکه نو موږ فکر کوو چې د پېښو، بریدونو او مرګ‌ژوبلې شمېر به له دغو شمېرو ډېر لوړ وي.


ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !