د هوښیارۍ او حافظې د زیاتېدو ۹۲ اسانه لارې – لومړۍ برخه

د هوښیارۍ او حافظې د زیاتېدو ۹۲ اسانه لارې – لومړۍ برخه

ژباړه: مصطفی ساپی

۱- په عین وخت کې له دواړو لاسونو نه کار واخلئ، مثلآ په یولاس د خوړلو، څکولو، د ویښتانو د ږمنځولو او یا د موس نه د استفادې لپاره کار واخلې او په بل لاس د لیکلو کار ترسره کړئ.

۲- پخواني شیان په پوره ابتکار سره بیا جوړ کړئ، کوشش وکړئ چې د خپل شاوخوا شیانو څخه کار واخلئ د پوره هوښیارۍ او ذیرکتیا په واسطه یې بېرته جوړ کړئ.

۳- لیدلې معماګانې حل کړئ.

۴-په هغه لاس چې مخکې مو پرې لیکل نه کول، لیکل وکړئ.

۵- لیکل سرچپه کړئ او بیایې ولولئ.

۶-اوبه وڅکئ دا د مغزو الکترو کیمیاوي فعالیتونه پیاوړي کوي.

۷- دسترګو لید مو بدل کړئ، مثلآ د څه وخت لپاره مو د کور د تابلو عکس برعکس راځوړند کړئ.

۸-په مسائلو کې د متن او اعدادو  پرځای له نقاشۍ او د لېدلو له لارې مسائل حل کړئ.

۹- د وخت تېرېدنه وزغمئ.

۱۰- د ورځې په اوږدو کې یوه اندازه وخت خوب او سوچ ته ځانګړی کړئ.

۱۱- وخت مو بې ځایه مه تېروئ.

۱۲- هره ورځ ورزش وکړئ.

۱۳- د مغزو لپاره له ګټورو غذايي موادو څخه ګټه واخلئ څو مغزو ته انرژي ورکړي نه مضرې غذاګانې.

۱۴- د ریاضي محاسبې له ماشین حساب پرته ترسره کړئ.

۱۵- د تلیفون شمېره یاده کړئ.

۱۶-عادي عادتونو ته مو تغیر ورکړئ.

۱۷- یوه ذهني لوبه وکړئ.

۱۸- د بحث پر وخت په استدلال او دلیل سره مقابل طرف ته قناعت ورکړئ.

۱۹- هدف ټاکنه وکړئ.

۲۰- لکه د ماشوم په څېر له هر څه سره کنجکاو شئ.

۲۱- مثبت فکر وکړئ.

۲۲- د سلو داسې شیانو لیست برابر کړئ، چې د هغې قدر کوئ.

۲۳- مجلې وساتئ،چې ذهن ته مو تحریکوي.

۲۴- د سلو ورځو په اوږدو کې پیاده تګ وکړئ.

۲۵-نظریات مو په یاد ولرئ ترڅو له هغې څخه په راتلونکې کې ګټه واخلئ.

 ...

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !