چین وايي؛ امریکا يې په افغانستان د سترو پروژو لپاره خنډونه جوړوي

په پاکستان کې د چین سفير یاوجينګ وايي، چې امريکا په افغانستان کې د چین د سترو او بنسټيزو پروژو مخه نيسي.

یاوجينګ وايي، هيواد يې تل غوښتي چې افغانستان کې بنسټيزې پروژې پلې شي خو امريکا يې په وړاندې خنډونه جوړ کړي.

نوموړي ويلي، د يوناما ماموریت د غځولو پر وخت د چین ټينګار دا و چې په دغه ماموریت کې د یو کمربند يوې لارې پروژه هم ورزياته کړل شي خو امريکا يې اجازه ورنکړه.

د چين سفير وايي، هیواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی، د سولې پروسه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او تل يې پر سترو پروژو د پانګونې لپاره زړه ښه کړی او هيله يې څرګنده کړې چې د شنبې ورځې ولسمشريزې ټاکنې به د افغانستان د سولې او ثبات سبب وګرځي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سپتمبر په اوولسمه په افغانستان کې د یوناما ماموریت د شپږو مياشتو لپاره وغځاوه چې چین غوښتل په یوناما هم د یو کمربند یوې لارې پروژه کې ورشامل کړي خو امریکا ورته اجازه ورنکړه او چین ورسره ځکه مخالفت وښود چې به مسوده کې د یو کمربند یوې لارې پروژې څخه د اقتصادي ابتکار په توګه یادونه نه وه شوې.

چين د دغه پروژې په ترسره کولو سره غواړي چې د ميلياردونو ډالرو په لګښت سړکونه، ریل پټلۍ، بندرونه او نورې زيربناوې رامنځته کړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !