د ایران بندرونو کې یو میلیون ټن وارداتي غنم ایسار دي

رویټرز خبري اژانس وايي، د بندیزونو له امله د مالي تبادلې د ستونزو په دلیل د ایران بندرونو کې یو میلیون ټن غنم ایسار دي.  دا غنم په شلو بېړیو کې بار دي.د چین سوداګریز دفترونوچونګ بونګ او سي او اېف سي- او ته د ایران له خوا د پیسو ور کړه ځنډېدلې ده.

رویټرز وایې، د امریکا د بندیزونو له امله له ایران سره پر اړوند پر مالي شبکو هم محدودیتونه لګول شوي او په دې دلیل دا پیسې ځنډېدلې دي.  رویټرز وايي، پر چونګ بونګ او سي او اېف سي او بندرونو کې د بېړیو او د پیسو ځنډېدو له امله هره ورځ ۱۵ زره ډالر لګښت راځي.

د امریکا متحده ایالتونه د هغې غوښتې د منلو لپاره- چې دوی یې په کورني او بهرني سیاست کې د ایران د چلن بدلول بولي- له اټومي تړون ووتل او پر تهران یې سوداګریز او مالي بندیزونه ولګول.

دې بندیزونو بانکي او مالي اړیکي شلول، د تېلو صنعت، پیتروکیمیکل، فلزات او دا ډول د ایران ځینې سوداګریز او حکومتي بنسټونه او موسسې او د ایران د حکومت اړوند چارواکي شامل دي.

که څه هم دا بندیزونه یو لوریز دي او امریکايي وګړي او موسسې یې باید پر ځان ومني، خو د نورو هېوادونو ډېرو مالي او سوداګریزو موسسو هم د امریکا د دویم ګام بندیزونو له وېرې منلي دي.

امریکا وايي، خوراکتوکي، درمل او نور انسان دوستانه توکي دې بندیزونو کې نه راځي.

د امریکا بندیزونه چې د ایران له تېلو نیولې تر بېړۍ چلولو او سوداګریزو چارو په ګډون هرڅه پکې راځي ان د خوراکتوکو یا انساندوستانه موادو اخیستلو په برخه کې یې څو بانکونه له ایران سره له هر ډول مالي معاملې منع شوي دي.

پر ایران د مالی او بانکي بندیزونو سره سره لا هم دغه هېواد ته د انساندوستانه توکو د وارداتو اسانولو لپاره اغېزناکې لارې چارې نه دي برابرې شوې.

دا ډول لارې چارې باید له یوې خوا د دې توکو برخه کې د ایرانیانو اړتیا ځواب کړي او له بلې خوا امریکا ډاډمنه کړي چې د بندیزونو ماتولو لپاره نه کارېږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، څو مالي موسسې -چې لا هم له ایران سره اړیکي لري- له ایران سره د مالي مبادلې د کانالونو له منځه تللو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دا اژانس د ایران او لوېدیځ د شپږو چارواکو له خولې وايي، دا حالت هم یو هغه دلیل دی چې ور سره عباس بندر او امام خمیني بندر کې له یوې میاشتې ډېر وخت راهیسې بېړۍ ایسارې دي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، پر انسادوستانه توکو بندیز نشته، خو داسې لار نشته چې له مخې یې له ایران پیسې ترلاسه شي او ممکن د دې پیسو د ترلاسولو لپاره میاشتې دا بېړۍ وځنډېږي.

یوه بندر کې ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، پر ۲۰۱۸ کال د امریکا بندیزونو لګېدو سره دا ستونزه پیدا شوه او د هغو بانکونو او سوداګریزو ادارو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې له ایران سره سوداګرۍ ته نه تیارېږي.

 

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !