ملګري ملتونه: د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۸ کاله په هوايي بريدونو کې یوازې ۱۰۴۹ ماشومان وژل شوي

ملګري ملتونه وايي، له تيرو څلورو کلونو راهيسې په افغانستان کې د دولس نيم زرو په شاوخوا کې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې دغه کوچنیان د ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۱۸م کال پورې وژل شوي چې د پخوانیو څلورو کلونو په پرتله پکې ۸۲ سلنه زياتوالی راغلی.  راپور زیاتوي، په یادو څلورو کلونو کې په بمباريو، جګړو او چاودنو کې ۳۵۰۰ ماشومان وژل شوي او نهه زره ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې په سلو کې ۴۳ سلنه وسله والې ډلې، په سلو کې ۳۰ سلنه دولتي ځواکونه د ماشومانو په وژل کيدو ملامت بلل شوي زياتوي د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۸م کاله پورې ۱۰۴۹ ماشومان یوازې په بمباريو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ماشومانو په وژل کيدو اندېښنه ښودلې زياتوي په ځانګړې ډول په دې اندیښمن دی چې د حکومتي او د حکومت د طرفدارو ځواکونو په هوایي بمباریو کې د ماشومانو مرګ ژوبله ډیره شوې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !