سوله او د سبوتاژ هڅې!

وحيدالله مصلح
جالبه نه ده؟ هغوى هم طالب مرکچيانو ته د شاه محمود قريشي او پاکستان پېغورونه ورکوي، چې خپله د امريکا او ناټو خپلوانو ته د ټاکنو کمپاينونه کوي.
جالبه نه ده؟ دوى د سولې لپاره د طالب پلاوي پسې د اسلام اباد کوڅې لټوي، خو په کابل کې دا دومره لويه امريکا او ناټو نه لټوي.
جالبه نه ده؟ چې د همدې امريکا خليلزاد طالب ته په اسلام اباد کې ناست دى، دواړه لوري د سولې بن بست ته ګودر ګوري، خو دلته د سولې پر ضد نارو ته اسلام اباد او پاکستان پلمه کېږي، او دا همغه پاکستان دى، چې د دغه دورې پاى ته رسېدونکي حکومت د بهرني سياست د لومړۍ حلقې اولويت کې و. خو که پاکستان په سوله کې مؤثريت نه لرلى نو ولسمشر ولې اسلام اباد او پنډۍ ته ورتللو؟
د سولې د هڅو هرکلى په کار دى، د سولې ټکول د هغه جنګ د تداوم په معنى دى، چې نه ګټل کېږي.

بين الافغاني فورم او ګډه اجنډا!
د سولې د سبوتاژ کولو پر ځاى د هغو ارزښتونو مشخص کول او تشهيرول په کار دي، چې د راتلونکي سوله ييز افغانستان لپاره يې غواړو، دغه ارزښتونه بايد د بين الافغاني خبرواترو محتوا جوړه کړي.
د دې پر ځاى چې له امريکا سره د طالبانو تر توافق وروسته د سولې د بين الافغاني خبرو اترو تابيا نيول شوې واى، د سولې لپاره د ټولو سياسي جهتونو ګډ کنفرانس راغوښتل شوى واى او د سولې لپاره د ټولو ګډه اجنډا رامنځته شوې واى، دلته د واک مئينانو د سولې د يو بدرنګ تصوير انځورګري پيل کړه، خو اوس يې هم وخت دى، چې د سولې لپاره واقعي ګامونه واخېستل شي، هغه جنګ بايد نور ودرول شي، چې افغان سرتېرى، افغان طالب او ملکي افغان يې بيه پرې کوي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !