پر ټولنیزو رسنیو د محمد نبي د مړینې دروغ خبر خپور شوی

په خواله رسنیو کې د افغان لوبډلې مشهور لوبغاړي محمد نبي د مړینې دروغو خپر خپور شوی و چې اوس په خپله محمد نبي دغه خبر رد کړ.یو شمېر کاروونکو پر خواله رسنیو خبر خپور کړی و چې محمد نبي د زړه حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.  د خبر له خپریدو وروسته محمد نبي پر خپله ټویټر پاڼه خبر خپور کړ چې نوموړی روغ رمټ دی، او په اړه یې خپاره شوي راپورونه درواغ دي.

اوسمهال افغان آلراونډر د شپږیزه لیګ شپږم پړاو سیالیو چې دوه ورځې وروسته پېل کیږي په تمریناتو بوخت دی، نوموړی به په یاد لیګ کې د مس عینک اتلان لوبډلې مشري کوي.

د محمد نبي د مړینې خبر په هکله کرېکټ بورډ هم څه نه وو ویلي خو څو شیبې وړاندې یې د نوموړي د تمریناتو عکسونه خپاره کړي وو.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !