د یوې سوالګرې په بانکي اکاونټ کې «۹۰۰زره» ډالر موندل شوي

لبنانکې د یوې زړې سوالګرې په بانکي اکاونټ کې هغه مهال ملیونونه پيسې وموندل شوې چې له یوه څخه یې بل بانک ته پیسې استولې.

ددغې سوالګرې چې «وفا محمد نامي» هغه مهال د دومره ستر مالي وضعیت څخه پرده پورته شوه چې خپلې ټولې کړې پيسې یې د لبنان مشهور (جمال ټرسټ بانک) کې جمع کولو لپاره تللې وه، دغه بانک د حزب الله وسلوال تنظیم سره د اړیکو په تور د امریکا بندیزونو سره هم مخ دی.

د نورو څیړنو له مخې څرګنده شوه چې ددغې سوالګرې په بانکي اکاونټ کې ۱ ملیارد او ۲۵۰ ملیونه لبنانۍ پاونډه موجود وو، چې شاوخوا ۷۰ ملیونه افغانۍ کیږي.

د ځایي رسنیو په وینا دغه سوالګره د لبنان یوه مشهور روغتون په بهر کې له تېرو لسو کالونو څخه سوال کوي او د هغې ځای خلک یې په اسانه پيژني.

خو چاته دا څرګنده نه وه کوم خلک چې دغې زړې سوالګرې ته سوال ورکوي هغه له دوی هم د زیات دولت لرونکې ده او ددوی سخاوت به له یوې سوالګرې ملیونره جوړوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !