عراق کې د لاریونونو پر مهال؛ د تاوتریخوالي د قربانیانو شمېر سل ته رسېدلی

په عراق کې د وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو د قربانیانو شمېر سل تنو رسېدلی دی. دا لاریونونه پنځه ورځې وړاندې د عراق په پلازمېنه بغداد او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د حکومت پر ضد پیل شوي دي. لاریونوال وایي، بې کارۍ تر پوزې راوستي او فساد خپل اوج ته رسېدلی دی. بلخوا ملګرو ملتونو او د سعودي حکومت له عراقه غوښتي چې ژر تر ژره له تاوتريخوالي ډکو لاريونونو ته د پای ټکی کېږدي. د عراق د بشري حقونو کمېسيون ويلي چې د لاريونونو له پيل راهيسې د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو په نښتو کې ١٠٠ کسان وژل شوي او شاوخوا ٣٠٠٠ نور ټپيان دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !