د اکتوبر اوومه؛ پر افغانستان د امریکا یرغل

صادق افغان

د ۱۳۸۰ ه ش کال د ميزان په پنځلسمه  امریکا په نیویارک کې د بریدونو په پلمه، پر افغانستان یرغل وکړ ، طالبانو څو اونۍ په كابل كي او بيا لنډه موده په كندهار كي مقاومت وكړ، شمالي ټلواله چي د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي او د دوى د زمكنيو فوځونو په څېر جنگېدل، امريكايي بمبارد طيارو ته به ئې كوردينات وركول او د دوى مشرانو به په خپلو مركو كي له امريكايانو غوښتل چي خپلي بمبارۍ مزيد تشديد كړي او لازيات ستر ستر بمونه وكاروي، په طالبانو بده ورځ راغلې وه، كابل ئې ناڅاپي او د ډېرو د انتظار خلاف ډېر ژر پرېښود، په كندهار كي ئې هم مقاومت ونه شو كړى، دوى نه د داسي بريد تصور كولى شو، نه ئې مناسب ترتيبات ورته نيولي وو او نه ئې د ماتې په صورت كي د خپلي تگلاري په ارتباط څه غور كړى وو، هر څوك په خپله مخه ولاړ، مشران ئې د پناه ځي په لټه كي شول، ډېرى ئې پاكستان ته او ځيني ئې ايران ته واوښتل، خو پاكستاني او ايراني چارواكو ونيول، پاكستانيانو د دوى او د القاعدې نږدې اوه سوه غړي ونيول او لاس تړلي ئې امريكايانو ته وسپارل او ايرانيانو نږدې شپږ سوه كسان ونيول چي افغانان ئې د كابل حكومت ته تسليم كړل او نور ئې خپلو خپلو حكومتونو ته.

د امریکا د یرغل نه مخکې د حزب اسلامي مشر د طالبانو د ځينو مشرانو له دې وړانديز سره توافق وكړ چي د شمال دفاع حزب ته پرېږدي، دا په شمال او كابل كي د طالبانو د مسئولينو غوښتنه وه، د دوى د شمال او كابل شوراگانو په اتفاق سره له كندهاره وغوښتل چي له دې كار سره موافقه وكړي، خو د كندهار چارواكو له دې سره موافقه ونه كړه، د حزب اسلامي مشر دوى ته ويلي وو چي امريكايان به د زمكي له لاري د خپلو ځواكونو د لېږلو غلطي نه كوي، دې ته به ترجيح وركوي چي په هوائي بريدونو سره په تخار، مزار او د كابل په شمال كي د طالبانو لومړۍ دفاعي ليكي ماتې كړي او شمالي ټلوالي ته د مخكي تگ لار پرانېزي، بايد سر له اوسه داسي ترتيبات ونيولى شي چي امريكايانو ته دا موقع په لاس ورنه شي، له افغانانو نه ځان ته زمكنى فوځ جوړ نه كړى شي، دا اقدامات بايد د دوى له بريد نه مخكي ترسره شي، بايد له بريد نه مخكي داسي اقدامات وشي چي امريكايانو ته داسي ځواك په لاس ورنه شي چي د زمكني فوځ په توگه ترې كار واخلي، دا له بريد نه مخكي مشورې وې، خو تر دې د مخه ئې دوى او د شمال ټلوالي ته د بحران د حل سوله ييزه طرحه وړاندي كړې وه، د كندهار چارواكو ته نه يوازي د طالبانو نورو مشرانو او په ځانگړې توگه د دوى قومندانانو دا مشوره وركوله چي له حزب اسلامي سره د يوې گډي جبهې په جوړولو خبره وشي بلكي د اسامه بن لادن او طاهر يولداش په څېر د دوى ملگرو دا غوښتنه ترې كوله، خو د كندهار چارواكو د دې په ځاى چي د داسي جبهې له جوړولو سره توافق وكړي د حزب اسلامي له مشره ئې وغوښتل چي هېواد ته د راتلو په ځاى له ايراني چارواكو سره خبري وكړي او له طالبانو سره مرستي ته ئې چمتو كړي!! خو هغه په ځواب كي ورته وويل: عجيبه ده چي تاسو له ايرانه د مرستي طمعه لرئ، ايران خو ستاسو په ضد په دې جگړي كي د امريكايانو ملگرتيا كوي،

كله چي ورور حكمتيار له طالبانو نه د گډ مقاومت په اړه مثبت ځواب ترلاسه نه كړ، پرېكړه ئې وكړه چي هېواد ته ستون شي او د حزب اسلامي مجاهدين په مقاومت كي د برخي اخيستو لپاره چمتو كړي، د كابل او كندهار له سقوط نه وروسته له حزب اسلامي نه پرته بل داسي ځواك نه وو پاتې چي ميدان ته راووځي او د اشغالگرانو په ضد مقاومت پيل كړي، د حزب اسلامي مشر لا د مخه دا پرېكړه كړې وه خو د طالبانو د ځينو مشرانو د مخالفت په وجه دا سفر وځنډېدو، په دې وخت كي امريكايانو له ايراني چارواكو نه وغوښتل چي دى ورتسليم كړي، له ايرانه د ده د اخراج فيصله وشوه، د ايراني چارواكو له خبرولو پرته هېواد ته ستون شو او له ستنېدو سره سم ئې د جهاد اعلان وكړ. دا هغه وخت وو چي پر افغانانو او ټولي نړۍ د امريكا د هيبت خپسكي خپل تور او مهيب وزر داسي خور كړى وو چي هيچا د امريكا په ضد د څه كولو جسارت نشو كولى، د مقاومت د پيل خبره هر چا ته خوب و خيال و جنون برېښېده، خو الحمد لله مقاومت پيل شو، په لومړي سر كي كمزورى او په محدوده كچه، خو ډېر ژر ئې لمن له يوې سيمي بلي ته خوره شوه، د طالبانو پلوي مجاهدين هم نږدې يو نيم كال وروسته ميدان ته راووتل، په لومړي سر كي د خپلو مشرانو له موافقې پرته، بيا يوازي د كابل حكومت په ضد او په داسي بڼي كي چي پر بهرنيو ځواكونو له بريد نه به ئې په كلكه ډډه كوله، خو ورو ورو د اشغالگرو ځواكونو په ضد په مقاومت كي برخي اخيستو ته اړ شول.

په افغانستان د امريكايي ځواكونو له بريد نه وروسته د دې هېواد د راتلونكي په اړه ځينو كړيو داسي گمان كولو چي افغانستان د امريكا په دائمي اډې بدلېږي.

امريكا د یرغل په نتيجه كي له يوې خوا د طالبانو اسلامي امارت او د شمالي ټلوالې تش په نوم اسلامي دولت په يوه وخت كي نسكور كړل او له بلي خوا ئې د افغانستان لپاره د امريكا د خوښي اداره جوړه شوه. د شمالي ټلوالې مشرانو دومره ونشو کړای چې د خپل تش به نوم اسلامي دولت پوښتنه ئې کړې وی چې څه شو او ځنګه په اوبو لاهو شو؟؟؟

اوس بايد ټولو ته معلومه شوې وي چي امريكا د طالبانو او القاعدې له ځپلو نه علاوه نور شوم مقاصد درلودل، د افغانستان دائمي اشغال د دوى لومړى ناولى مقصد وو او دا جگړه په حقيقت كي د بل صليبي جنگ مقدمه وه.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !