پرو ازول: افغانستان کې امنیت خراب او د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی

په المان کې د پرو ازول په نامه د کډوالو په برخه کې یو فعال بنسټ وایي المان دې افغان کډوال نه وباسي ځکه په افغانستان کې وضعیت لا هم خراب دی او امنیت د ډاډ وړ نه دی. ددغه بنسټ په خبره ددوی موندنې ښيي چې د امنیتي وضعیت کنټرول په اوسنیو شرایطو کې ګران کار دی او المان ته په کار ده چې د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي. د المان حکومت روان کال له افغان حکومت سره د یوه تفاهم له مخې زرګونه کډوال بېرته کابل ته راوستي دي. ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې هم د افغان کډوالو یوه الوتکه کابل ته راولېږل شي. دا به له آلمان کابل ته د کډوالو د ایستلو ۲۸م پرواز وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !