ترکيې ته د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترکيې ته خبردار ورکړی چې د سوريې له شماله د امریکايي پوځيانو له ايستلو دې ګټه نه پورته کوي کنه اقتصاد به يې ختم کړي.امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، په سوريه کې د داعش ډله ماته شوې او نه غواړي چې څلور نورې لسيزې امریکايي پوځيان هلته پاتې شي.

تر دې مخکې راپورونه ورکول شوي و چې د سوريې له شماله د امریکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پیل شوې ده.  ترکيه له ډيرې مودې راهيسې پلان لري چې د سوريې سره پر پوله د کردي ځواکونو پرضد چې دوی يې ترهګر بولي، پوځي عملیات پيل کړي.

خو ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې انقره دې له خپلې پړستنې پخښې نه اوباسي که نه اقتصاد به يې ورته ویجاړ کړي.

تر دې مخکې په سیمه کې امریکا د کردي ځواکونو نظامي ملاتړ کاوه او په شریکه يې د داعش پر وړاندې عملیات پر مخ وړل.

کردانو له سوريې څخه د امریکايي پوځيانو د ايستلو پریکړه غندلې او ويل کيږي چې د امریکا دفاع  او بهرنيو چارو وزارت هم د ټرمپ له پریکړې خوښ نه دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !