چې ځری دې له کوره وي، خونه به دې خپوره وي!

م. موسی شفيق

کره خبره ده کله چې په يوه ټولنه او جامعه کې فکري يووالی راشي نو بيا هله د فکري يووالي په پايله کې پرمختګ، هوساينه، د خپلې خوښې نظام حاکمول او بلکې د دين او وطن په ګټه هر يو ګټور کار ممکن کېدی شي، خو چې فکري يووالی نه وي نو بيا ياد شوي شيان ټول ګډ وډ وي.

نو دا چې زمونږ هېواد يو له اشغال شويو هېوادونو څخه دی او اشغال بيا دلته داسې تخم شيندلی دی چې ورو ورو زموږ په ټولنه کې رازغونيږي او زمونږ ځوان نسل ورڅخه اغېزمن کېږي. او دا بيا داسې فکر دی چې بشپړ د اشغال په ګټه راڅرخېږي، يعنې د اشغال لپاره د اعادې لپاره يې ټول ژوند وقف کړی وي، او د دې پر ځای چې خپل هېواد ته کار وکړي، د خپل هېواد بهبود او ابادۍ لپاره زيار وباسي، بلکې ټول زيار يې د دې لپاره وي چې په هېواد کې يې اشغالګرو ته داسې زمينه برابره کاندي تر څو دلته دايمي شتون ولري نو د دې لپاره هېواد مو له اشغال څخه خلاصون ومومي او تل پاتې سوله ولرو،

تر څو چې له دې ټولنې اجیره او پردي پاله طبقه او هغه څوک چې د اشغال تداوم ته زمينه برابروي او د دوی فکر یو مخیزه نه وي توږل شوی؛ تر هغې پر دې خاوره ارام، پرمختګ او دینپالنه محاله ده! ځکه چې دا خلک که فکر وکړو نو داسې نه ده چې اوسني ډيموکراسۍ ته ګډېدونکي خلک يوازې د امريکا غلامان دي او بس او يا هم پخواني خلقیان او کمونستان يوازې د روسانو غلامان وو او بس. بلکې پروني خلقي او پرچمي کمونستان نن د امریکايي امپریالیزم په غیږه کې پراته او امريکا يې په بادارۍ نيولې ده!

د دوی کار دا دی چې د اشغال راتګ ته لاره هواره کړي، جواز ورکړي، ساتنه یې وکړي، خپل هیوادوال ورته راڅملوي، ناموس پرې وپلوري او په بدل کې یې لږ ځیره تر لاسه کړي.

ښه بېلګه یې د تیر او اوسني حکومت مشران او د صفر یک، دو او سه قطعې دي چې په امریکایي فکر روزل شوې دي، په بربریت او وحشت کې تر غربیانو او صلیبیانو یو قدم وړاندې او د خپل ولس، هیواد او دیني ګټو پر ځای غربي ګټو ته ډېر ژمن دي.

د اوسني اشغال د دوام او پاتې کیدو لپاره د دوی هڅې تاسې ګورئ!

خپل ټول توان په کار اچوي، هر ډول غدر او خیانت ته تیار دی مګر د واک له لاسه ورکول او د بادار تګ نشي منلای!

که مو د اوسنیو هوسپالو، اجیرو واکمنانو او د دغو اجيرانو د ستايونکو غوندې بې ننګه خلک نه لرلای؛ نه به مو هیواد اشغال و، نه به مو دومره ویرجنه او وروسته پاتې ورځ لرله او نه به د کفارو او یرغلګرو پر خلاف د ولس روحیه دومره ټکنۍ شوې وه.

لنډه دا چې تر څو مو دغه سرطاني شوې عضوه  نه وي غوڅه کړې؛ تر هغې به د اووم اکتوبر غوندې ډېر نور  دردونه هم وګالو!

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !