جان برنان: دټرمپ اوسني حکومت دامریکا ټول قوانین اونهادونه فاسد کړي دي

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکار جان برنان دټرمپ اوسنی حکومت دنړۍ یو مفسد او دنهادونو نړونکی حکومت بللی دی.  جان برنان زیاتوي، ډیموکراټیک اصول چې د امریکا بنسټ تشکیلوي د ولسمشر ټرمپ له لوري د له منځه تلو په حال کې دي.  هغه د ټرمپ حکومت یو فاسد حکومت بللی او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ د امریکا ټول دولتي بنسټونه او قوانین فاسد کړي دي.

د برنان په باور کله چې د یو ډیموکراټیک هېواد واګې د ټرمپ په څېر خودغرضه او مغرور شخص په لاس کې وي نو دا په دې مانا ده چې نور ډموکراسي نشته ده.  برنان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې له واکه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور د ټرمپ د استیضاح لپاره د شواهدو راټولولو پر سر د کانګرس د ډموکراټانو او جمهوري غوښتونکو غړو ترمنځ ناندرۍ مخ په ډېرېدو دي.

دټرمپ پر وړاندې دامریکا یو شمېر نور سیاسیون هم د پارېدو په حال کې دي، دوی ټرمپ قهرجن بولي، د ډیمکراټیکو پولو نړؤنکی او ځینې نور تورونه هم پرې لګوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !