عایشه خرم د ۲۰۱۹ ز کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې غوره شوې

عایشه خرم د ۲۰۱۹ ز کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازې په توګه ټاکل شوې ده.

نوموړې به د نړۍ له نورو برخو د ورته ټاکل شویو ځوانانو له ډلې سره یوځای، د نوي نسل په استازیتوب په نننۍ نړۍ کې د هغوی د غږ د اورېدو لپاره کار کوي.

عایشه خرم به د افغان ځوانانو په استازیتوب د امنیت شورا په ګډون، په نړیوالو ناستو کې برخه اخلي او د افغان ځوانانو هغه ستونزې به نړیوالو ته رسوي چې دا مهال ورسره مخامخ دي.

نوموړې په راتلونکو اونیو کې جرمني ته ځي او هلته به د جرمن ځوانانو له استازو، حکومتي چارواکو او مدني ټولنو سره خبرې او ناستې وکړي.

جرمني چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی دی، د ځوانانو د استازو د دغه پروګرام مسوولیت یا ملاتړ هم پر غاړه لري.

ملګرو ملتونو ته د افغانستان د ځوانانو د دویم ځلي استازي په توګه د اغلې خرم غوره کېدل له ډېرو پړاوونو تېر شوی چې پکې ویډیويي او شخصي مرکې او دغه راز تېره ورځ په کابل کې یو بحث هم شامل و. د غوراوي په پلاوي کې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر پېټر پروال، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ادریس زمان، د افغان مفکرینو موسسې اجرایوي مشرې صوفیا رامیار او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو شامل وو.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید